جان کربي: افغان طالبان د نورې انزوا په لور روان دي

د امریکا د ملي امنیت د شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږی کوونکی جان کربي

د امریکا د ملي امنیت د شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږی کوونکی وایي، افغان طالبان د نورې انزوا په لور روان دي.

جان کربي له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې د جمعې په ورځ وویل، طالبان د خپلو ژمنو خلاف عمل کوي.

کربي زیاته کړه چې طالبانو په دوحه کې ژمنه کړې وه او د کابل له نیولو وروسته یې بیا دا خبره وکړه چې دوی به د حکومت په توګه د ښځو او نجونو پرمختګ ته چې په افغانستان کې رامنځته شوی درناوی کوي، خو هغوی له دې ژمنو څخه سرغړونې کوي.

جان کربي دا هم وویل، که طالبان د خپل نظام مشروعیت غواړي، د ټولنې له لوري دې په رسمیت وپېژندل شي او که دوی په افغانستان کې مالي مرستې او پانګونه غواړي نو دوی باید په خپل ژمنو عمل وکړي.