مک‌کال: په افغانستان کې د ښځو وضعیت خراب شوی

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال وايي، له هغه وروسته چې امریکايي سرتېري له افغانستان ووتل، په دې هېواد کې د ښځو وضعیت خراب شوی دی.

مک‌کال دا څرګندونې د استازو جرګې ته، واشنګټن کې د افغانستان د پخوانۍ سفیرې رویا رحماني د بلنې په مناسبت کړې دي.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له‌خوا یوه خبرپاڼه کې چې پرون ناوخته خپره شوې لیکل شوي، افغانستان کې له ښځو هر ډول ازادي اخستل شوې، ښوونځیو ته نه‌شي تلای او ان بې له محرمه د سفر اجازه هم نه‌لري.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په خبرپاڼه کې په افغان نجونو د پوهنتونونو تړل کېدو، پارکونو ته یې په تلو بندیز، نادولتي موسسو کې یې د کار مخنیوي او یو شمېر نور بندیزونه هم یاد شوي.

خبرپاڼه د مک‌کال له قوله لیکي، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې طالبانو په کې ښوونځي او پوهنتون ته د نجونو د تلو مخه نیولې.

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر وايي، د استازو جرګې ته یې د رویا رحماني له بلنې موخه دا ده چې افغان ښځو ته یو پيغام ورسوي چې دوی نه‌دي هېرې شوي.