هالنډ د ارزګان د ۲۰۰۷ کال پېښې قربانیاتو ته تاوان ورکوي

د هالنډ بیرغ

د هالنډ حکومت وایي، دوی به د محکمې د هغې پرېکړې لپاره استېناف ته مخه نه کړي چې په ۲۰۰۷ کال کې یې هالنډي پوځیان په افغانستان کې د بمبارۍ پرمهال د شلو ملکیانو پر وژنه تورن کړي دي.

په هاګ کې یوې سیمه ییزې محکمې په نومبر کې د هالنډ له حکومته غوښتې و چې د پېښې د قربانیانو کورنیو ته دې تاوان ورکړي.

د هالنډ دفاع وزارت مخکې ویلي و چې دوی د ارزګان په چوره ولسوالي کې پر یوې کلا هغه وخت بمباري وکړه چې له هغه ځایه طالبانو د دوی پر هلکوپترو ډزې کړې وې.

د هالنډ دفاع وزیرې کاجسا اولونګرین د جمعې په ورځ په یوه لیک کې چې د پارلمان غړیو ته یې واستاوه څرګنده کړه چې پر دې پېښې پنځلس کاله تېر دي نو اوس د وضاحت لپاره ډېر څه په لاس کې نه لري نو استېناف ته مراجعه نه کوي او د اوښتي زیان غرامت به ورکړي.