د پاکستان صدراعظم: د پیسو نړیوال صندوق د پور ورکړې شرایط سخت دي

د ای ایم ایف نښان

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د جمعې په ورځ وویل چې د پیسو نړیوال صندوق اسلام اباد ته د پور د ورکړې لپاره له تصوره دباندې سخت شرایط ایښې دي، خو له منلو پرته بله لاره نه شته.

شهباز شریف د ملکي او پوځي مشرانو د ګډې غونډې پرمهال پرون په پېښور کې دا خبرې وکړې.

د پیسو د نړیوال صندوق یا ای ایم ایف استازیو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

پاکستان له ای ایم ایف څخه شپږ اعشاریه پنځه میلیارده ډالر پور غواړي.

د پاکستان د مرکزي بانک اسعاري زېرمه درې اعشاریه صفر نهه میلیاردو ته راښکته شوې ده او دا پیسې د څو اونیو وارداتو لپاره هم بسنه نه کوي.

د پاکستان روپۍ په تېرو څو ورځو کې په پرله پسې ډول د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

تېر ماښام د بانکي بیې له مخې یو ډالر په څه باندې دوه سوه شپږ اویا روپیو تبادله شو.

په ازاد بازار کې بیا د ډالر قیمت تر دې لږ تر لږه لس روپۍ لوړ دی.