د بشري حقونو ځینو بنسټونو د 'اسماعیل مشعل' د خوشې کېدو غوښتنه کړې

اسماعیل مشعل د کابل په سړکونو د زرګونه کتابونو د وړیا وېش لړۍ پیل کړې وه.

د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو د طالبانو له لوري د پوهنتون د استاد اسماعیل مشعل نیول غندلي او د هغه د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د بشري حقونو د څار ډلې د افغانستان د برخې څېړونکې سحر فطرت ازادي راډیو ته تېره شپه وویل چې له نږدې یو نیم کال راهیسې د طالبانو له لوري په افغانستان کې مدني اعتراضونه ځپل کېږي.

فطرت وویل: "طالبانو د پوهنتون د استاد اسماعیل مشعل له نیولو سره چې د ښځو د زده کړو لپاره یې مدني اعتراض کاوه، دا څرګنده کړه چې دوی هر هغه حرکت، هر هغه غورځنګ، فکر او نظریه چې د ښځو په تړاو د دوی له ځپونکو قوانینو سره په ټکر کې وي، ځپي."

له دې سره په ورته وخت کې د بخښنې نړیوال سازمان هم په یوه ټویټ کې د طالبانو له لوري د اساعیل مشعل نیول غندلي دي.

د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ وزارت یوه چارواکي اسماعیل مشعل تورن کړی دی چې د دوی د نظام پرضد هڅې کوي.

اسماعیل مشعل د پنجشنبې په ورځ د طالبانو امنیتي ځواکونو په کابل کې ونیوه.

هغه د کابل په سړکونو د زرګونه کتابونو د وړیا وېش لړۍ پیل کړې وه.