اوکراين د پيسو له نړيوال صندوق د پور ورکولو د يو پروګرام د تصويب غوښتنه کړې

د پيسو نړيوال صندوق ودانۍ

د کییف متحدان د پیسو له نړیوال صندوق یا (IMF) غواړي چې اوکراین ته د پور ورکولو یو پروګرام تصویب کړي.

فایننشل ټایمز ورځپاڼې په دې اړه نن په یوه راپور کې ویلي، ټاکل شوې په دې باب د پیسو نړیوال صندوق استازي له اوکرایني چارواکو سره شا و خوا دوې اوونۍ وروسته د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې وګوري او دغه پروګرام تر پسرلي پورې نهايي شي.

د ورځپاڼې په راپور کې د ځینو چارواکو په حواله چې له دې موضوع خبر دي ویل شوي، د دې پور اندازه به د ۱۴ او ۱۶ ملیارد ډالرو ترمنځ وي.

اوکراین ویلي چې، روان میلادي کال د ۳۸ ملیارد ډالرو په ارزښت د بودجې له کسر سره مخامخ دی.

بل‌خوا نړیوال بانک اټکل کړی، چې د اوکراین د انرژۍ تر نیمايي زیات بنسټونه د روسیې په حملو کې ویجاړ شوي دي، چې د اوکراین پر اقتصاد یې فشار زیات کړی دی.