شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو او ټي‌ټي‌پي ترمنځ نښته شوې

پاکستاني پوځيان

د پاکستان پوځ وايي، ډیورنډ کرښې ته څېرمه یې د پاکستاني طالبانو پر یوه مرکز چاپه اچولې چې وروسته ډزې تبادله شوي او په نتیجه کې یې دوه وسله‌وال وژل شوي دي.

پوځ یوه اعلامیه کې ویلي، پوځیانو نن جمعه په شمالي وزیرستان کې د افراطي وسله‌والو د وسلو یوه زېرمه هم کشف او ضبط کړې ده.

دا پېښه داسې وخت شوې، چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د دغه هېواد د اپوزیسیون رهبر عمران خان او نور چارواکي د نا امنیو د زیاتېدو په وړاندې د اقدام پر لارو چارو د بحث لپاره وربللي.

د نا امنیو په دوام تېره دوشنبه د پېښور په یوه جومات کې بمي چاودنې ۱۰۱ کسان ووژل.