پاکستاني چارواکي: د طالبانو له حکومت ترهګرۍ سره مبارزې برخه کې د همکارۍ تمه لرو

د طالبانو د حکومت او پاکستان هېواد بيرغونه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په افغانستان کې د طالبانو له حکومته د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې د صادقانه همکارۍ تمه لري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، پاکستان هیله لري چې د طالبانو حکومت به د ترهګرۍ پر ضد هغه ژمنې پوره کړي چې له نړیوالې ټولنې سره یې کړې دي.

نوموړې دا څرګندونې تر هغې یوه ورځ وروسته وکړې چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هغه ادعاګانې ناسمې وبللې چې ګواکې د پېښور پر یوه جومات په برید کې د افغانستان خاوره کارول شوې وه.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د جنورۍ پر ۳۱مه د ملي اسمبلۍ غونډې ته ویلي، طالبانو د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ پر ۲۹مه له امریکا سره د دوحې موافقه کې ژمنه کړې وه چې افغانستان به د نورو هېوادونو پرضد کارېدو ته نه‌پرېږدي، خو د پېښور په برید کې د هغه په وینا د افغانستان له خاورې کار اخیستل شوی دی.