طالبانو استاد اسماعيل مشعل د نظام پر تخريب تورن کړی دی

د پوهنتون استاد اسماعيل مشعل خپل زرګونه ټوکه کتابونه ډالۍ کوي.

د طالبانو حکومت یوه چارواکي د کابل پوهنتون استاد اسماعیل مشعل، چې د طالبانو په توقیف کې دی، د نظام پر تخریب تورن کړ.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مشر عبدالحق حماد پرون ناوخته په خپل ټویټر کې لیکلي، استاد مشعل «په ډېر مهارت د نظام پر ضد پاروونکي کړنې ترسره کولې، ګڼ خبريالان یې پر ځان راټول کړي وو او پر عمومي سړک يې ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه، امنيتي ادارو د تحقيقاتو لپاره بېولی دی.»

استاد مشعل چې څه موده مخکې په یو مدني حرکت کې د نجونو او ښځو په وړاندې د پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو وروسته د یوه خصوصي ټلوېزیون په پروګرام کې خپل تحصیلي اسناد څيرلي وو، پرون په وړیا ډول د کتابونو د وېش پر مهال ونیول شو.