صالح: پاکستان د افغانستان له وضعيت ډېره ناوړه استفاده وکړه

امر الله صالح

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي څرګندونو ته غبرګون ښودلی.

نوموړي پاکستان په دې تورن کړ چې، د افغانستان له حالاتو یې خورا ناوړه استفاده وکړه او د ای ایس ای تر څارنې لاندې مدرسو کې یې افغان هلکان، چې اکثره یې پښتانه وو، د عصري توب او زده‌کړو خلاف و روزل.

په ملګروملتو کې د پاکستان سفیر منیر اکرم د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې وویل، د طالبانو له لوري د ښځو د زده‌کړو او تعلیم مخالفت د پښتنو له کلتور سره تړاو لري.

د منیر اکرم دا څرګندونې د یو شمېر افغان او پاکستاني سیاستوالو له توند غبرګون سره مخامخ شوي او د پاکستان د ملي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې منیر اکرم د خپلو خبرو د سپیناوي لپاره دې کمېټې ته احضار کړی دی.