د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير بغداد ته سفر کړی

د عراق د بهرنيو چارو وزير فواد حسين له خپل سعودي سيال سره

د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین د خپل هېواد او سعودي عربستان ترمنځ د همکاریو د زیاتېدا غوښتنه وکړه.

ده دا غوښتنه پرون (پنجشنبه) په بغداد کې د سعودي له باندنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړه.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر بغداد ته د خپل سعودي ساري سفر مهم وباله او ویې ویل دا سفر په داسې وخت کې شوی چې په سیمه کې ګڼې ننګونې شته.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر په عراق کې د خپل هېواد د شرکتونو له لوري پانګونې ته چمتووالی وښود.

عراق له ډېرې مودې راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په وروستیو اوونیو کې یې د پیسو ارزښت پر له‌پسې په کمېدو دی.