سيګار: د طالبانو له بياځلي واک وروسته امريکا د افغانستان لپاره ۸مليارده ډالر ځانګړي کړي دي

د سيګار لوګو

سيګار وايي، د طالبانو له بياځلي واک وروسته امريکا د افغانستان لپاره ۸مليارده ډالر ځانګړي کړي دي.

سیګار یا په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د ځانګړي سرمفتش دفتر، کانګریس ته په خپل نوي درې میاشتني راپور کې ویلي، د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان په تړاو ۸ میلیارد ډالره مهیا کړي چې د دې پیسو ډېره برخه افغان اتباعو یا کډوالو ته ځانګړې شوې ده.

د سیګار په راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو راغلي، په دې پیسو کې د افغانستان بانک هغه درې نیم ملیارد ډالره هم شامل دي چې په سویس کې د افغانستان لپاره نوي جوړ شوي صندوق ته انتقال شوي دي.

د سیګار د راپور له‌مخې، امریکا په یاده موده کې تر ۲ میلیارد ډالره زیاتې پیسې عمدتاً بشري چارو ته ځانګړي کړي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتش په خپل راپور کې د طالبانو له لوري د ښځو خلاف د اقداماتو په خاطر د کانګریس له غړیو غوښتي چې، باید افغانستان ته بشري مرستې په داسې ډول ورکړل شي چې د طالبانو لاس ته ونه رسیږي.

سیګار په دې اندېښنه ښوولې چې طالبان له دغو مرستو څخه د مالیې او یا د جواز د صدور په بڼو عاید ترلاسه کوي.