د سرې مياشتې ټولنه: د ۱۱زره په زړه سوري ماشومانو د درملنې هڅه کوو

افغاني سره میاشت ټولنه وايي، یوولس زره په زړه سوري ماشومان یې ثبت کړي او هڅه کوي چې په هېواد کې دننه یا بهر یې درملنه وکړي.

د دې ټولنې ویاند عرفان الله شرفزوی تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، له ۲۰۰۸ څخه تر اوسه پورې په هېواد کې دننه او بهر د ۱۳ زره ماشومانو د سوریو زړونو درملنه شوې ده.

د ده په وینا، دا پروسه د یوه کال په مخه درېدلې وه خو له تېرو ۵ میاشتو راهیسې بیا پیل شوې ده.

شرفزوی وايي، په تېرو ۵ میاشتو کې د کابل په ۶ روغتونونو کې ۱۸۴ تنه تداوي شوي او کورونو ته تللي، خو په دې موده کې ۱۱ زره نور ثبت شوي چې باید په داخل او یا خارج کې تداوي شي.

پخوا ډېر شمېر په زړه سوري ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته استول کېدل.

افغاني سره میاشت ټولنه هڅه کوي چې یو وار بیا بېلابېلو هېوادونه د دې ډول ماشومانو په درملنه کې مرستې زیاتې کړي.