استاد اسماعيل مشعل د طالبانو له‌خوا نيول شوی دی

د پوهنتون استاد اسماعيل مشعل خپل زرګونه ټوکه کتابونه ډالۍ کوي.

د پوهنتون استاد او مدني فعال اسماعیل مشعل د طالبانو له‌خوا نیول شوی دی.

اسماعیل مشعل د طالبانو له‌خوا د نجونو پر لوړو زده‌کړو د بنديز د اعتراض په پار خپل تحصیلي اسناد څيرلي وو.

هغه په دې وروستیو کې یو ګرځنده کتابتون هم جوړ کړی و او غوښتل یې په کابل کې ۲۱زره ټوکه شخصي کتابونه ووېشي.

د استاد اسماعیل مشعل د دفتر مسوول استاد فرید ازادي راډيو ته وویل، طالبانو ښاغلی مشعل د کابل ښار له درېیمې ناحیې څخه نیولی او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړی دی.

ښاغلی فرید وايي چې طالبانو له استاد مشعل سره ډېر ناوړه چلند وکړ او هغه یې وواهه.

اسماعیل مشعل له نیول کېدو مخکې ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو له‌خوا د افغان ښځو او نجونو پر زده‌کړو د بندیز په اعتراض کې یې خپل خصوصي ښوونځی او دارالمعلمین تړلي او په درېیو پوهنتونونو کې یې له استادۍ استعفا کړې ده.