اتریش له خپلې خاورې د څلورو روسي ډپلوماټانو د ايستلو پرېکړه کړې ده

د اتريش بيرغ

د اتریش د بهرنیو چارو وزارت نن دا څلور روسي ډپلوماټان تورن کړي چې د خپلو ډپلوماټیکو دندو خلاف عمل یې کړی دی.

دغو څلورو ډپلوماټانو ته د فبروري تر اتمې وخت ورکړل شوی چې د اتریش له خاورې ووځي.

دوه ډپلوماټان د روسیې په سفارت او دوه نور هم په ویانا کې د ملګرو ملتونو په استازولۍ کې د روسیې لپاره کار کوي.

مسکو تر اوسه پورې د اتریش د دې پرېکړې په وړاندې غبرګون نه‌دی ښوولی.