د اسرائيل صدراعظم: اوکراين ته د پوځي مرستو لېږل نه ردوو

د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتانیاهو

د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتانیاهو وایي، اسرائیل اوکراین ته د پوځي مرستې لېږل نه ردوي.

نتانیاهو پرون چهارشنبې له امریکایي سي‌ان‌ان ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، ده یقیناً له کییف څخه د پوځي ملاتړ په اړه غور کړی و.

د اسرائیل صدراعظم په جلا توګه د دې یادونه وکړه چې اسرائیل چمتو دی چې اوکراین ته د اوسپنیز چتر په نوم د توغندیو ضد دفاعي سیسټم په ورکولو غور وکړي.

نتانیاهو همدارنګه وویل، چې دی چمتو دی چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو منځګړیتوب وکړي که چېرې دواړه لوري او د امریکا متحده ایالات ورسره موافق وي.