پوليسو پېښور کې د اعتراض پر مهال دغلته د وروستي خونړي بريد د څېړنو غوښتنه کړې

پېښور کې د وروستي خونړي بريد انځور

پرون چهارشنبې په پېښور کې په لسګونو پولیسو په یوه اعتراضي لاریون کې له حکومت څخه وغوښتل چې د دې ښار پر یوه جومات د دوشنبې د ورځې د خونړي ځانمرګي برید په اړه بشپړه او شفافه څېړنه ترسره کړي.

په دغه برید کې چې د پولیسو د کلک امنیتي زون د ننه جومات باندې وشو، د وژل شویو کسانو شمېر۱۰۱ ته رسېدلی او د ټپیانو ۲۲۱ تنه ښودل شوی دی.

ویل شوي اکثره قربانیان د پولیسو افسران و.

معترض پولیسان په پېښور کې د ژورنالېستانو د مرکز مخې ته راټول شوي او یو شمېر مدني او سیاسي فعالان هم ورسره یو ځای شوي وو.

د ساجد علي په نوم یوه متعرض ازادي راډیو ته وویل چې پولیس افسران مجبور شول چې پر چارواکو د فشار راوستو لپاره لاریون وکړي ځکه دا د پولیسو افسران دي چې په دغه ترهګرۍ او نا امنۍ کې وژل کېږي.

د علي دراز په نوم د دغه اعتراضي لاریون یوه بل ګډونوال وویل، پولیس غواړي دا ځواب ترلاسه کړي چې څرنګه یو ځانمرګی برید دومره ویجاړي رامنځته کولای شي.

په لومړي سر کې د پاکستاني طالبانو د ډلې، ټي‌ټي‌پي یوه قومندان د دغه برید مسولیت اخیستی و، خو وروسته د دې ډلې ویاند محمد خراساني په دې حمله کې خپل لاس لرل رد کړل او ویې ویل دا د دوی پالیسي نه‌ده چې په بریدونو کې جوماتونه، مدرسې او نور مذهبي ځایونه په نښه کړي.