د هوا پېژندنې ادارې يو شمېر ولايتونو کې د واورو ورېدو اټکل کړی دی

ارشيف

د افغانستان د هوا پېژندنې ملي ادارې نن او سبا په یو شمېر ولایتونو کې د درنې واورې اټکل کړی دی.

د دغې ادارې د خبرپاڼې له‌مخې د پنجشنبې او جمعې په ورځو په بدخشان، میدان وردګ، بامیان، دایکندي، فرا، هرات، غور، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب او بادغیس کې شدیده واوره وشي.

له دې وړاندې واورې او ورسره سړې څپې په افغانستان کې د نژدې دوه سوه کسانو ژوند اخیستی او لسګونه زره څاروي یې هم له‌منځه وړي دي.

په افغانستان کې سږنی ژمی داسې مهال له واورو او بې‌سارې سړې څپې سره مل دی چې خلک یې تر پخوا ډېر بې وزله او بې امکاناتو دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي، سږ کال ۲۸ میلیونه افغانان بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.