د ازبکستان د ریل پټلۍ ادارې پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، دا چې افغانستان نه و توانېدلی له دغې پروژې په وخت تخنیکي ساتنه وکړي، نو دوی اړ شول چې د ریل خدمات و دروي.
د انټرفاکس خبري اژانس د راپور لهمخې د ازبکستان او د طالبانو د حکومت چارواکو تېره دسمبر میاشت کې سره کتلي و او افغان لوري ژمنه ورکړې وه چې د افغانستان خاوره کې د دغې پټلۍ تخنیکي چارې به تر فبروري میاشتې بشپړیږي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، د دوی د اورګاډي اداره کومه تخنیکي ستونزه نهلري او په خبره یې دا کار د ازبکستان د ریل ادارې له خوا د لنډ وخت لپاره شوی دی.
د ریل دغه پټلۍ چې له حیرتان بندره تر مزار شریف ښاره غځېدلې ۷۵ کیلو متره اوږدوالی لري او ۲۰۱۰ کال کې د ۱۲۹ میلیونه ډالرو په جوړېدو ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه.