په کابل کې د نشه يي توکو روږدو کسانو د درملنې یو مرکز پرانیستل شو

ارشیف

د اغوش په نوم په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې پنځه زره بستره حمایوي مرکز نن په کابل کې پرانیستل شو.

پر دې مرکز پنځه اویا میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

طالبان وایي چې د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه یې شپاړس زره په نشه یي موادو روږدي کسان راغونډ کړي چې پنځه زره یې یوازې له کابله راټول شوي دي.

د اغوش په نوم د نشه یي توکو د درملنې د مرکز د پرانیستلو په مراسمو کې د طالبانو د یو شمېر چارواکو سربېره د ملګرو ملتونو استازیو او په کابل کې د ترکیې، چین او پاکستان د سفارتونو استازیو برخه واخیسته.