اروپايي ټولنه کې د برښنايي موټرو پلور بې‌سارې کچې ته رسېدلی

يو برښنايي موټر

په اروپایي ټولنه کې تېر ۲۰۲۲ کال د برښنایي موټرو پلور بې‌ساري کچې ته لوړ شوی دی.

د اروپا د موټر جوړونکو د اتحادیي په وینا تېر کال په دې ټولنه کې د ټولو نویو پلورل شویو موټرو څه باندې ۱۲سلنه یې برښنایي موټرو وو، چې وړم ۲۰۲۱ کال دا اندازه څه باندې ۹ او له‌هغې مخکې کال یوازې څه کم دوه سلنه وه.

د دغو موټرو چې پر بټرۍ چلیږي، پلور داسې مهال لوړ شوی چې اروپایي ټولنې موافقه کړې چې له ۲۰۳۵ کال وروسته به نور پټرولي او ډیزلي موټر نه تولیدوي.

د اروپایي ټولنې ۲۷ غړي هېوادونه هڅه کوي تر۲۰۵۰ کال پورې پر کاربن ولاړ اقتصاد صفرته ورسوي.

تېر کال په دې ټولنه کې د برښنایي موټرو پلور په سلو کې ۲۸ لوړ شوی او څه باندې ۱،۱ ملیون موټر پلورل شوي دي.