ټام وېسټ: افغان نجونې او ښځې له رواني فشارونو سره مخ دي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وایي، افغان ښځې او نجونې چې په کور کې بندیانې دي او نه‌شي کولای ازادانه تګ راتګ وکړي یا زده‌کړې ترلاسه کړي، له خورا ذهني او رواني فشارونو سره مخ دي.

ټام وېسټ بیګا په څو ټویټونو کې ویلي، چې له یو شمېر زړه‌ورو افغان ښځو سره یې کتلي او مهمې غوښتنې او مشاهدې یې اورېدلي.

هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي له کړاونو سره مخ دي او نړیواله ټولنه باید د دوی اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي.

په هغې اعلامیه کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوري په ۲۹مه خپره کړې ویل شوي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ به په دغه سفر کې چې د فبرورۍ میاشتې تر۴مې نېټې دوام کوي، له پاکستان، جرمني او سویس څخه کتنه تر سره کړي او له خپلو شریکانو، افغانانو او له بشري مرستندویه ډلو سره به د افغانستان په اړه خبرې وکړي.