د کابل – غور لار چې د واورو له امله تړل شوې وه، بېرته پرانيستل شوه

ارشيف

د کابل - غور لویه لاره چې د واورو له امله بنده شوې وه، د ترافیکو پر مخ بېرته پرانيستل شوه.

په غور کې د طالبانو د والي له دفتره نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه لویه لاره د ټولګټو وزارت د واورو د توږلو د ټیمونو د هڅو په نتیجه کې نن سهار بېرته پرانيستل شوه.

د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس ازادي راډیو ته وویل، د غور ولایت په جنوب لوېدیځ کې د شپږو ولسوالیو لارې تېر ماښام پرانيستل شوې وې.

د کابل - غور او د دې ولایت د شپږو ولسوالیو لارې تېره ورځ د سختو واورو له امله بندې شوې وې.