د المپيک کمېټه: نړيوالو لوبو کې د روسيې او بېلاروس پر ګډون د بنديز په اړه مذاکرات ناشوني دي

د اوکراين ولسمشر د المپيک د نړيوالې کمېټې له مشر سره

د المپیک نړیواله کمېټې پرون یوځل بیا ټینګار وکړ چې په نړیوالو سپورتي لوبو کې د روسیې او بېلاروس پر ګډون د بندیز په اړه مذاکرات ناشونې دي.

د المپیک نړیوالې کمېټې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د روسیې او د روسې د متحد بېلاروس پر سپورت بندیز ولګاوه.

د لګېدلي بندیز له‌مخې د دې دوو هېوادونو وزشکاران په لوبو کې د خپلو هېوادونو تر بیرغ لاندې د ګډون اجازه نه‌لري.

له دې مخکې د روسیې د المپیک د کمېټې مشر ویلي و، باید له هغو لوبغاړو سره چې د روسیې استازیتوب کوي د نورو هېوادونو پرتله د جلا شرایطو په اساس چلند ونه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال په المپیک لوبو کې د روسي لوبغاړو د احتمالي ګډون په اړه ګونګوسې په زیاتېدو دي، خو د المپیک د نړیوالې کمیټې ویاند پرون وویل په دې لوبو کې د روسیې او بېلاروس د لوبغاړو د ګډون په اړه مذاکرات امکان نه‌لري.

ویاند زیاته کړه چې په دې اړه د ډسمبر په نهمه د المپپک د نړیوالې کمیټې په سرمشریزه کې عمومي پرېکړه شوې ده.