محمود عباس اسرائيل د تاوتريخوالي په زياتولو تورن کړ

محمود عباس

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د سې‌شنبې په ورځ اسرائیل، په لوېدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي په زیاتولو تورن کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له دواړو لوریو د کرارۍ غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې واشنګټن د دواړو لوریو ترمنځ د لانجې حل ته ژمن دی.

د فلسطیني ادارې مشر عباس د اسرائیل د ټولو یواړخیزو اقداماتو د بندېدو غوښتنه وکړه، چې د ده په وینا د لاسلیک شویو موافقو او نړیوال قانون خلاف دي.

هغه د فلسطینیانو هغه پخوانۍ غوښتنه بیا تکرار کړه، چې اسرائیل دې خپل اشغال پای ته ورسوي.

په وروستیو کې په سیمه کې بیا تاوتریخوالی زیات شوی، چې دې مسئلې اندېښنې ولاړې کړې دي.