سپنې ماڼۍ په پېښور کې د دوشنبې د ورځې بريد غندلی

پېښور کې هغه جومات چې تېره دوشنبه په‌کې بريد وشو

سپینې ماڼۍ د خیبرپښتونخوا په پېښور کې د دوشنبې ورځې وژونکې حمله په کلکه وغندله.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند ادریان واټسن پرون سې‌شنبه وویل، واشنګټن چمتو دی، چې له پاکستانه د بهبودۍ په هڅو کې ملاتړ وکړي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش دغه حمله غندلې وه.

د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې د راپور له‌مخې په یوه جومات کې د هغې چاودنې د مړو شمېر تر سلو اوښتی دی.

ډېری قربانیان پولیس وو.

تر دې حملې لنډه شېبه وروسته د پاکستاني طالبانو یوه قوماندان سربکف مهمند د هغې مسوولیت ومانه.

خو د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني بیا وروسته په دې حمله کې د خپلې ډلې لاس لرل رد کړل او یې ویل، د دوی په پالیسۍ کې د مذهبي ځایونو په نښه کول نه‌شته.