د روغتيا سازمان: د روغتيايي خدماتو په وړاندې کولو کې د ښځو ونډه مهمه ده

ارشيف

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کې د ښځینه کارکوونکو کار خورا مهم دی، په ځانګړي ډول د ژمي په دې موسم کې.

د (WHO) د افغانستان څانګې پرون ناوخته په خپل ټویټر کې په هېواد کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کار قدردانی کړی، چې افغانانو ته د روغتیايي خدماتو په رسولو کې یې قرباني ورکړې ده.

طالبانو د مرغومي / جدي پر درېیمه په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، چې دې موضوع سخت عکس العملونه وپارول.

له دې سره ګڼو غیردولتي سازمانونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه یا تر یوه حده، یا هم په بشپړ ډول بند کړل.