د کرېکټ د پېژندل شوي ستوري محمد نبي خیریه بنسټ د روږدو کسانو د درملنې په ۱۵۰ بستریز روغتون کې له هغو بېوزلو ماشومانو سره مرسته وکړه چې میندې او پلرونه یې په نشو روږدي دي.
د کرېکټ پخواني لوبغاړي رئیس احمدزي چې دغه مرستې یې پر دغو ماشومانو وېشلې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي: "په کار ده نور سوداګر هم له بېوزلو کسانو سره مرستې ته راودانګي."
ژمي له راتلو سره په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر زیات شوی دی.
ملګرو ملتونو ویلي په ۲۰۲۳م کال کې به اته ویشت ملیونه او درې لکه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.