کندهار کې نامعلومه وسله‌والو دوه کسان وژلي دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولايت موقعيت

نامعلومو وسله‌والو د کندهار په میوند او نېش ولسوالیو کې دوه کسان ویشتلي او وژلي دي.

په کندهار کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید رسنیو ته ویلي چې، نامعلومو وسله‌والو تېره ورځ ناوخته په میوند ولسوالۍ کې یو کس ویشتلی او وژلی دی.

د حاجي زید په خبره نامعلومو وسله‌والو موټر سایکل سپرو دغه راز نن په نېش ولسوالۍ کې هم یو کس ویشتلی او وژلی دی.

د نوموړ په وینا د قاتلینو د نیولو لپاره پلټنې روانې دي.

تر اوسه د دې پېښو انګېزه نه‌ده معلومه.