ډنمارک ویلي، د افغانستان زیانګالو مېرمنو ته د پناه ورکولو او قانوني کډوالۍ زمینه برابروي.
د ډنمارک د کډوالۍ کمېټې پرون دوشنبه وویل، دوی دغه پرېکړه وروسته تر دې وکړه چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې پر افغان ښځو او نجونو د فشار کړۍ تنګه کړه.
په راپورونو کې راغلي چې د اروپایي ټولنې د پنا ورکولو ادارې د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د خپل راپور موندنې د ډنمارک د کډوالۍ له شورا سره شریکې کړي دي.
د اروپایي ټولنې دغې کمېټې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو له خوا د دوی په ټکو زیاتېدونکی فشار د اندېښنې وړ بللی دی.
د ډنمارک د کډوالۍ کمېټې په اعلامیه کې دا جزیات نه دي ورکړل شوي چې دوی څه شمېر افغان مېرمنو او نجونو ته پنا ورکوي او په کومو شرایطو.