یوناما د کانکور ازموینه کې د نجونو پر ګډون د طالبانو بندیز غندلی

ارشیف: په فاریاب کې د کانکور ازموینه کې نجونې ګډونوالې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما د طالبانو د حکومت هغه پرېکړه چې د کانکور په ازموینه کې د نجونو پر ګډون یې بندیز لګولی دی، غندلې او د دې پرېکړې د سمدستي لغو کېدو غوښتنه یې کړې.

طالبانو د شنبې په ورځ د سلواغې په اتمه په یو رسمي مکتوب کې خصوصي پوهنتونونو ته خبر ورکړ چې تر بلې خبرتیا پورې د ښوونځیو نجونو فارغانو ته په کانکور کې د ګډون اجازه نه ورکوي.

په مکتوب کې خبرداری ورکړل شوی چې د دې حکم له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

یوناما پرون په یوه بیان کې د طالبانو دا پرېکړه پر ناسم لوري یوبل ګام بللی او وايي، دا حکم د طالبانو له مخکېنۍ ژمنې سره چې د نوي هجري لمریز کال له پیل سره سم به د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې پرانېزي په ټکر کې دی.