د طالبانو د حکومت ادعا: په تېرو ۱۰ میاشتو کې ۱،۲ میلیارد ډالر عواید راټول شوي

د طالبانو بیرغ

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په تېرو ۱۰ میاشتو کې یې ۱،۲ میلیارد ډالر عواید راټول کړي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري اژانس د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت په حواله خبر ورکوي چې د دې ترڅنګ د هېواد د صادراتو کچه ۱،۷ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.

د خبر له مخې اوسمهال هره میاشت د حکومت شاوخوا اته لکه کارکوونکو ته د کورنیو عوایدو له بودیجې څخه تنخواه ګانې ورکول کېږي.

له دې مخکې نړیوال بانک په خپل یوه نوي راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې ټیټې شوي او د صادراتو کچه لوړه شوې، خو دې بانک په یو بل راپور کې چې په اکتوبر میاشت کې یې خپور کړ ویلي و چې که د ښځو او نجونو پر کار او زده کړو بندیز دوام وکړي، نو د افغانستان د منځمهاله او اوږد مهاله اقتصادي ودې کچه به راټیټه شي.

نړیوال بانک همداراز اټکل کړی و چې که بهرنۍ مرستې کمې شي او افغانستان ته د نقدو ډالرو د انتقال لړۍ ودرېږي، نو د افغانۍ ثبات او د دې هېواد بانکي سیسټم به له منځه ولاړ شي.