د سالنګ لویه لاره بیا د مسافروړونکو موټرو د تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه

د سالنګ لویه لار

په پروان ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، د سالنګ لویه لاره پرون یو ځل بیا د مسافروړونکو موټرو د تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه.

د پروان د امنیه قوماندانۍ ویاند محمدکامران زید بېګا ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د تېرو دوو ورځو واورې او توپانونه پرون ماسپښین مهال ودرېدل نو پرېکړه وشوه چې له دواړو خواوو مسافروړونکو موټرو ته اجازه ورکړي، خو په خبرپاڼه کې دا یادونه هم شوې چې د باروړونکو او ټریلري موټرو لپاره به لاره یوازې له یوې خوا خلاصه وي.

د چارواکو په وینا په سالنګ کې ۸۵ سانتي متره تازه واوره شوې خو په ټوله کې هلته ۱۶۰ سانتي متره واوره پرته ده.