د کاپیسا په نجراب کې د یوه ځوان مړی موندل شوی دی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کاپيسا ولايت موقعيت

د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې د یوه ځوان مړی موندل شوی دی.

د نجراب ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ لپاره د طالبانو د جنایي پېښو په وړاندې د مبارزې امر مولوي حبیب الرحمان انس ازادي راډيو ته وویل، چې دغه ځوان د طالبانو پوځي غړی هم و.

انس زیاته کړه چې د عتیق الله په نوم د دغه ځوان جسد پرون یکشنبه د نجراب ولسوالۍ په څلورمه حوزه کې موندل شوی، خو د وژنې انګېزه او لامل تر اوسه نه‌دی معلوم شوی.