د افغانستان لپاره د امريکا استازي د يو شمېر هېوادونو سفر پيل کړی

توماس وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي توماس وېسټ پاکستان، جرمني او سویس ته خپل سفر پرون پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، وېسټ به په دې سفر کې چې تر راروانې شنبې دوام کوي، له شریکانو، افغانانو او د خیریه بنسټونو له سازمانونو سره له افغانستان سره پر تړلو ګټو سلا مشورې وکړي.

د اعلامیې له‌مخې د طالبانو وروستیو محدودیتونو نړیواله ټولنه، چې له افغانانو سره د مرستې هڅه کوي، له فوق العاده چلنجونو سره مخامخ کړې ده.

طالبانو تېره میاشت په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه او پوهنتونونو ته یې د نجونو او ښځو تګ هم منع کړ.

نن پنځه سوومه ورځ ده، چې طالبانو په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې وايي، د کابل لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی به له شریکانو سره پر یوه سیمه‌ییز او نړیوال اقدام کار وکړي، چې د حیاتي مرستو د ترلاسه کولو او د افغان ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې ګډ دریځ څرګندوي.