مارټين ګريفيټس نن ملګروملتونو ته د افغانستان په اړه راپور وړاندې کوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې مشر مارټین ګریفیټس

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې مشر مارټین ګریفیټس به نن ملګروملتونو ته افغانستان ته د خپل وروستي سفر په اړه راپور وړاندې کړي.

مارټین ګریفیټس کابل ته په سفر کې چې نږدې یوه اوونۍ یې دوام وکړ، له طالب چارواکو سره په لیدنو کتنو کې په غیردولتي مؤسسو کې پر ښځینه کارکونکو د لګول شوي بندیز د لیرې کولو پر موضوع ډېر تمرکز کړی و.

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفین دوجاریک وړمه ورځ خبریالانو ته وویل، چې دا غونډه به د نیویارک په وخت د سهار په یولسو بجو چې په افغانستان کې اته‌نیمې بجې کېږي، ترسره شي چې په‌کې د ماشومانو د ژغورنې د ادارې اجرایه رئیس جانتي سورپیو او د ماشومانو د وجهي صندوق مرستیال عمر عبدي هم برخه واخلي.

دې غونډې ته به افغانستان ته له مارټین ګریفيټس سره د مل پلاوي بله غړې، د پاملرنې مؤسسې مشره سوفیا پینیرو انلاین ګډون وکړي.

طالبانو په غیردولتي مؤسسو کې پر ښځینه کارکونکو بندیز داسې مهال لګولی چې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په وینا په افغانستان کې سږ۲۰۲۳ کال له ۲۸ ملیونه زیات وګړي بشري عاجلي مرستو ته اړتیا لري.