امينه محمد: که ښځې د کار اجازه ولري مرستندويه مؤسسې به ټولو افغانانو ته مرستې ورسوي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستياله امينه محمد

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد وایي، کورنۍ او نړیوالې غیردولتي مرستندویه موسسې په تر ټولو ښه موقف کې دي چې ټولو افغانانو ته خدمتونو ته ورسوي.

نوموړې ويلي، که د بشري چارو ښځینه کارکونکي د کار کولو اجازه ولري چې د ښځو او نجونو ځانګړیو اړتیاوو لپاره کار وکړي.

امینه محمد چې د طالبانو له‌خوا د افغان ښځو او نجونو د کار او زده‌کړې د بندیزونو د لیري کولو د هڅو په ترڅ کې د جنوري په شلمه افغانستان ته څلور ورځنی سفر پای ته رسولی، دغه څرګندونې پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې کړي دي.

تر دې څلور ورځې وړاندې هغې په یوه بل ټویټ کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی و چې، باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره متحده شي.

طالبانو د تېر کال په ډسمبر کې ښځې په غیردولتي مؤسسو کې له کار کولو منع کړې او له هغې مخکې یې د ښځو او نجونو پر مخ د پوهنتونونو، د منځنیو ښوونځيو او لېسو دروازې تړلې وې.