د ارزګان په چورې کې یو ځوان ځان وژلی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ارزګان ولایت موقعیت

د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې د یوه ځوان د ځانوژنې خبر ورکړل شوی دی.

د ارزګان لپاره د طالبانو د والي ویاند احسان الله حماس ازادي راډیو ته ویلي، دغه پېښه پرون ناوخته په جنوبي قلعه راق سیمه کې شوې ده.

ویل شوي دغه ځوان ځان د کلاشینکوف په ډزو سخت ټپي کړی، وروسته یې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.

د طالبانو د والي ویاند وايي، د پېښې انګېزه معلومه نه ده، خو په سیمه کې ځینو کسانو ویلي، دغه ځوان وروسته له هغې ځان وژنه وکړه، چې د تره لور ده ته په نکاح نه کړای شوه.