په پاکستان کې د ټرافیکي پېښې له کبله لږترلږه ۴۰ کسان مړه شوي

ژغورونکې ډله د مړو او ټپیانو د لېږدولو پرمهال

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې نن سهار له یوه پله څخه د بس موټر د لوېدو له کبله لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه شول.

یوه چارواکي نن یکشنبه ویلي چې بس وروسته اور واخیست.

د بلوچستان د لسبیکو ولسوالۍ یوه لوړ رتبه چارواکي حمزه انجم د پېښې په ځای کې رسنیو ته ویلي، درې کسان ژغورل شوي او په بس کې ۴۸ کسان سپاره وو.

د ده په وینا بس د یوه پله له ستون سره ولګېد چې وروسته له خپل مسیر څخه ووت.

په پاکستان کې د زیاتو ټرافیکي پېښو علت د ټرافیکي قوانینو نه رعایت، د خوندیتوب کمزوري تدابیر او د چلوونکو بې احتیاطي ښوول شوې ده.