ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې مشر مارټین ګریفیټس سبا ملګرو ملتونو ته د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي یوه ویاند سټیفین دوجاریک خبریالانو ته وویل چې دا غونډه به د نیویارک په وخت د سهار په یولسو بجو ترسره شي چې په دې غونډه کې به د ماشومانو د ژغورنې د ادارې اجراییه رییس جانتي سورپیو او د ماشومانو د وجهي صندوق مرستیال عمر عبدي هم برخه واخلي، همداراز به د پاملرنې موسسې مشره سوفیا پینیرو په دې غونډه کې انلاین ګډون وکړي.
د مارټین ګریفیټس په مشرۍ د ملګرو ملتونو پلاوی د افغانستان بشري وضعیت ته تر اندېښنو وروسته او د طالبانو له لوري په نادولتي موسسو کې د مېرمنو د کار له بندیز وروسته تېره اونۍ کابل ته ولاړ او د طالبانو له یو شمېر چارواکو سره یې وکتل.