طالبان: په بېلابېلو پېښو کې د مړو شمېر ۱۶۶ کسانو ته رسېدلی

په غزني ښار کې د سږنۍ ورېدلې واورې انځور

د طبیعي پېښو په وړاندې د طالبانو وزارت وايي، د مرغومي یا جدي له ۲۰مې په بېلابېلو پېښو کې د مړو شمېر ۱۶۶ کسانو ته رسېدلی دی.

د دغه وزارت مالي او اداري رییس مولوي عبدالرحمن زاهد په هغه ویډیو کې چې نن رسنیو ته لېږل شوې ویلي، دغه کسان په سېلابونو، اورلګېدو او ګازو نیولو په پېښو کې مړه شوي دي.

هغه وویل: "د مرغومې له ۲۰مې تر اوسه د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې ۱۶۶ کسان شهیدان،۲۲ کسان ټپیان شوي. تر ۱۰۰ زیات کورونه یا نیمه یا بشپړ ویجاړ شوي او نږدې ۸۰زره څاروي تلف شوي دي."

بلخوا د هوا پېژندنې د ځینو نړیوالو ادارو له اټکل سره سم سبا او بل سبا د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر مرکزي او جنوبي سیمو کې واوره وورېږي.