د اوکراین بهرنیو چارو وزارت د هنګري سفیر احضاروي

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت په پام کې لري په دې هېواد کې د هنګري سفیر د اوکراین په اړه د هنګري د ولسمشر ویکتور اوربان د هغو څرګندونو له وجې چې د نه منلو بلل شوي دي، احضار کړي او خپل شکایت وروسپاري.

هنګري پر روسیې د بندیزونو په خاطر په وار وار پر اروپايي ټولنې انتقادونه کړي دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویاند اولېه نیکولینکو پرون پر فېسبوک ولیکل چې ښاغلي اوربان له خبریالانو سره د خبرو پرمهال اوکراین داسې یو ټاټوبی بللی دی چې هېڅوک نه په کې اوسېدل او له افغانستان سره یې تشبیه کړی.

نیکولینکو وویل چې د هنګري سفیر به د سپیناوي لپاره د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شي.

هغه زیاته کړه چې اوکراین د نورو ځوابي اقداماتو حق هم لري.