افغانستان کې په جنګي جرمونو ټولو تورنو د محاکمې غوښتنه وشوه

ارشیف: په کابل کې له چاودنې وروسته د یوه سوځېدلي موټر انځور -March 17, 2018

د بشري حقونو د څار سازمان په افغانستان کې په جنګي جرمونو ټولو تورنو ته د سزا او د دوی د محاکمې غوښتنه کړې.

دې سازمان یوه اعلامیه کې چې د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په ۲۷مه یې د طالبانو له‌خوا د جمهوریت روغتون په مخ کې د ځانمرګي برید د قربانیانو په یاد خپره کړې، دا خبره کړې ده.

په دې برید کې چې له چاودېدونو توکو ډک امبولانس په کې د جمهوریت روغتون مخې ته والوځول شو، نږدې ۱۰۰ تنه ووژل شول چې اکثریت یې ملکیان وو.

د بشري حقونو د څار سازمان په دې اعلامیه کې د هغې نجلۍ یادونه کړې چې له برید وروسته یې له سترګو وینې روانې وې او ویل یې، کوڅه له جسدونو ډکه وه.

د بشري حقونو د څار سازمان همدا ډول په ځینو پېښو کې مخکېنی جمهوري دولت، متحده‌ایالات او د اسټرالیا په ګډون یو شمېر هېوادونه هم د ملکي تلفاتو اړولو برخه کې پړه ګڼي.

په دې اعلامیه کې زیاته شوې، وروسته تر دې چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، اعدامونو او خپل‌سرو سزا ورکولو ته یې زور ورکړی او د دې جدي سرغړونو د پای ته رسولو لپاره یې هېڅ ګام نه دی اخیستی.

په دې اعلامیه کې غوښتل شوي چې په افغانستان کې دې په ټولو جدي سرغړونکو او په جنګي جرمونو تورنو عدالت تطبیق شي.