ملګرو ملتونو بېوزله افغانانو ته د پیسو ورکړه ډېره مهمه وبلله

ارشیف: په کابل کې بېوزله مېرمنې او د هغوی ماشومان

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کمېشنرۍ ویانده وایي چې په دې ساړه ژمي کې بېوزله افغانانو ته د پیسو ورکړه ډېره مهمه ده.

کارولین ګلک د جمعې په ورځ په بامیان کې وویل چې سهار هوا منفي شل وه او دا ژمی په افغانستان کې په تېرو لسو کلونو کې بېساری دی.

د ملګرو ملتونو د دې ویاندې په وینا، که چېرته بېوزلو ته پیسې ورکړل شي دوی به په خپله خوښه له اړتیا سره سم خپله ستونزه حل کړي.

د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اټکل کوي چې په دوه زره درویشتم کال کې به په افغانستان کې د بېوزله کسان شمېر اته ویشت میلیونو ته ورسېږي.