د اوکراين د ولسمشرۍ دفتر: د روسيې په يوه بريد کې لس ملکيان وژل شوي دي

د روسيې د بريدونو له امله رامنځته شوي ويجاړي

د اوکراین د ولسمشر ولادمیر زلنسکي دفتر وايي، د روسیې له‌خوا د هاوان مرمۍ د ویشتلو په پایله کې نن لس غیر نظامیان وژل شوي دي.

د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر په وینا، شل تنه نور ټپیان شوي دي.

د اسوشیتد پرس د راپور پر بنسټ، اوکرایني چارواکو ویلي، د هاوان مرمیو ویشتلو په پایله کې د اوکراین په لوېدیځ او سویل کې زیاتره ښارګوټي او کلي زیانمن شوي دي.

له دې وړاندې یوه ورځ د روسيې د حملو په پایله کې یولس تنه اوکراینیان وژل شوی وو.