افغانستان او يو شمېر هېوادونو کې د قران‌کريم د سوځېدو په غبرګون کې لاريونونه شوي

انځور - ارشيف

نن یو شمېر خلکو د افغانستان په ګډون پاکستان، عراق او لبنان کې د هغه څه خلاف چې دیني مقدساتو ته یې سپکاوی باله، مظاهرې وکړې.

تېره شنبه د سوېډن د مهاجرت ضد یو تندلاري سیاستوال په ستاکهلم کې ترکیې سفارت ته څېرمه د یوه اعتراض په لړ کې د قران‌کریم یوې نسخې ته اور ورته کړ.

په هالند کې هم د قران‌کریم یوه نسخه څیري کړای شوې ده.

د رویترز د راپور پر بنسټ، د کابل د امینې قومندانۍ ویاند خالد ځدران ویلي، نن د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر خلکو اعتراضونه کړي دي.

د راپورونه پر بنسټ، په څو هېوادونو کې اعتراض کوونکو قرانکریم ته د توهین د عاملانو د سزا غوښتنه کړې ده.