امريکا: 'واګنر' يوه جنايتکاره ډله ده

واګنر ډلې پورې اړوند د اعلاناتو يو بېنر

د امریکا متحده‌ایالتونو د واګنر (Vagner) ډله د یوې بهرنۍ جنایتکارې ډلې په توګه معرفي کړه.

د امریکا حکومت په یوه فرمان کې د دغه روسي شرکت خلاف بندیزونه اعلان کړل.

د امریکا د خزانې وزارت د پنجشنبې په ورځ په دې تړاو د یوه چینايي شرکت او په متحده عربي اماراتو او په مرکزي افریقا جمهوریت کې څو تنه او شرکتونه تحریم کړي وو.