د خوړو نړيوال پروګرام: افغانستان کې خوارځواکي تر ټولو لوړ حد ته رسېدلې ده

يو خوارځواک ماشوم، انځور - ارشيف

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د خوارځواکۍ اندازه تر ټولو لوړ حد ته رسېدلې ده.

د دغه پروګرام ویاند فلیپ کراف پرون (پنجشنبه) اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي، تر ټولو په بد وخت کې د طالبانو له لوري د ښځو پر کار بندیز د مرستو پر رسولو خورا ناوړه اغېز کړی او د دې سبب شوی چې ډېر خلک د یو وخت ډوډۍ له خوړولو وروسته د بل وخت ډوډۍ په موندلو فکر وکړي.

د طالبانو له لوري په ناحکومتي مؤسسو کې د ښځو پر کار د بندیز له اعلانېدو وروسته ګڼو مرستندویو مؤسسو په افغانستان کې خپل کارونه ودرول ځکه چې د هغوی په وینا له ښځینه کارکوونکو پرته یې بشري مرستې نه شوای رسولی.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په ژمي او د طالبانو د بندیزونو تر اعلانېدو مخکې یې د بشري مرستو وېش زیات کړ او په دې توګه یې ۱۵ ملیون افغاناننو ته مرستې ورسولې.