کابل او يو شمېر سيمو کې د برښنا پارچاوي اوس هم دوام لري

ارشيف

د طالب چارواکو له اعلان او د ازبکستاني رسنیو له راپور سره سره، کابل او د افغانستان نورو سیمو ته د ازبکستان د برښنا پارچاوي لا هم پای ته نه‌ده رسېدلې.

پر کابل سربېره پکتیا، خوست، لوګر، لغمان، ننګرهار، پنجشېر، میدان وردک، پروان، کاپیسا، بغلان او غزني هغه ولایتونه دي چې اوسېدونکي یې د ژمي په دې سړو شپو او ورځو کې د برښنا د پرچاوۍ له کبله له سخت کړاو سره مخامخ دي.

ازبکستاني رسنیو د سې‌شنبې په ورځ د خپل هېواد د انرژۍ وزارت په قول وویل، چې د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۵) به افغانستان ته د ازبکستان د برښنا صادرات بیا پیل شي.

ازبکستان او د افغانستان برښنا شرکت د ازبکستان د برښنا د پرچاوۍ دلیل تخنیکي ستونزه بللې ده.