د راپورونو لهمخې د افغانستان پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت وفات شوی دی.
یو شمېر کورنیو رسنیو له هغې ډلې پژواک اژانس د ښاغلي ثابت د نږدې همکارانو په حواله تایید کړې چې هغه نن د پېښور په نارټ ویسټ روغتون کې ساه ورکړې.
عبدالجبار ثابت له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۹ کاله د افغانستان لوی څارنوال و.
ښاغلي ثابت په دې موده کې د یو شمېر لوړپوړو چارواکو پر ضد د فساد دوسیې په جدیت تعقیبولې او له همدې امله په یوه لانجمه څېره مشهوره و.